نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په ايران اسرائيلي بريدونه وغندل

اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په ايران جواز نه لرونكي اسرائيلي بريدونه غندلو سره دا د ايران خپلواكۍ څخه سرغړونه ګرځولې ده ۔ نائب وزيراعظم د جمعې په ورځ پخپل اېكس پوسټ بيان كښې ووئيل چې دې ناوړه عمل د نړیوال قانون بنسټونه او د انسانیت ضمير هم لړزولې دے۔ ده ووئيل اسرائيلي بريدونو سيمه ايزې او نړيوالې سلامتيا ته هم سخت زيان رسولے دے۔ اسحاق ډار د دې خبرې پخلې وكړو چې پاکستان د ايران حکومت او اولس سره ولاړ دے ۔ د دې نه وړاندې د خارجه دفتر وياند هم وئيلي ٶ چې د اسرائيل بريدونه د ايران د خپلواكۍ او سيمه ايز سلاميت څخه سرغړونې سره سره په ښكاره توګه د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړويوالو قوانينو د بنيادي اصولو خلاف ورزي ده۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل چې د ملګرو ملتونو د منشور د آرټيکل 51 له مخې ايران ته د خپلې دفاع حق ترلاسه دے