
لاهور13جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د وينې عطيه كولو رضا كارو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې صحت مند وګړي او په خاص توګه ځوانان دې وينه عطيه كولو سره د انسانيت خدمت وكړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د جون په 14مه نېټه كال 2025 د وينې عطيه كولو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل هر كال دا ورځ په رضاكارانه توګه د خلقو مرسته كوٶنكو ته پېرزوئنې وړاندې كولو له لمانځلې شي څوك چې د لكهونو په شمېر انسانانو ته د ژوند نوې موقع وركولوعظيم مقصد كښې شاملېدو لپاره په اخلاص سره عطيه كوي۔ دا ورځ نه يوازې د ګردې نړۍ د رضا كارانو د مننې څرګندونه ده بلكې د وينې د عطيه كولو جاري ساتل باوري كولو په ضرورت زور هم راوړي۔ وزيراعظم ووئيل ” وينه وركړئ، اميد وركړئ: راځئ چې په ګډه ژندون بچ كړؤ” د ورلډ بلډ ډونر ډے 2025 تھيم دے كوم چې په رنځورانو كښې د ژوند نوے اميد ژوندي كولو لپاره په باقاعدګۍ سره د وينې په عطيه كولو زور راوړي۔ ده ووئيل چې مونږ د وينې عطيه كوٶنكو مننه كوٶ٬ د وينې عطيه انسانيت لپاره د خواخوږۍ عكاس كېدو سره سره د ګرد هېواد د صحت پالنې نظام لپاره يو ضرورت دے۔په دې اړه بايد اولسي شعور بېدار كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل د صحت نړيوالې ادارې له مخې پاکستان د وينې د محدود عطياتو له امله د وينې د شتون قلت سره مخ دے٬ د پاكستان حکومت د دې صورتحال په اړه په بشپړه توګه حساس دے او د نيشنل بلډ ټرانسفيوژن پروګرام (اېن بي ټي پي) د لارې د وينې عطياتو په اړه د شعور بېدارولو مهم مقصد د دې چېلنج مخنيوي كوي خو د دې زيات شوې چېلنج مخنيوي لپاره قوي اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل هر صحت مند او همدرد وګړي په خاص توګه ځوانانو ته اپيل كوم چې ھغوي دې خپل شهري فرض ګڼلو سره د وينې عطيه كولو د لارې د انسانيت خدمت وكړي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به په ګډه محفوظ او صحت مند پاكستان جوړٶ