
اسلام آباد 13جون(اے پی پی)قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان وئېلي دي چې د هېواد د سلامتيا او د پولو د حفاظت كومه سودا كېدې نه شي٬ مودي په پاكستان د بريد كولو بيا هڅه نشي كولې٬په داسې صورت كښې هند له په زړه پورې ځواب وركولو او د صورتحال مخ نيوي له بايد پاكستان ويليو ايډډوبين سستم واخلي٬ پاكستان د عظيم قوم او بهادر وګړو هېواد دے٬په كوم هم مشكل كښې دا قوم يو موټې كيږي۔د جمعې په ورځ د راروان مالي كال 26-2025 په وفاقي بجټ بحث پېل كولو سره ده ووئيل چې مئي 2025 كښې دې پارليمان د سندھ طاس لوظ نامې په اړه قرارداد منظور كړے و چې د اوبو مخ نيوې به د جنګ اعلان ګڼلے شي٬سندھ طاس لوظ نامه د پاكستان لپاره لويې اهميت لري۔نرسندر مودي د فاشسټ او هټلر پېرو كار دے٬د مودي غزائم ناكامه كولو له به مونږ له تر هر يو حد تلل وي۔ ده ووئيل پاكستان عظيم قوم دے او په كوم هم آفت كښې دا قوم يو موټې كېږي٬د مخالفې ډلې مشر ووئيل د منصوبه بندۍ وزارت د اړخه وړومبې درې مياشتو كښې 31 فيصده پرمختيائي بجټ استعمال شوې او په آخري درې مياشت كښې دا شرح 71 فيصده څخه زياته ښودلې كېږي۔ده ووئيل په درې كلونو كښې د عام وګړو د خريدارۍ قوت كم شوې٬په دې موده كښې د غنمو بيعه كښې 50 فيصده اضافه شوې٬دغسې د نورو ضروري څيزونو په بيعه كښې هم اضافه شوې۔ ورلډ بانك له مخې په هېواد كښې 11 كروړه وګړي د غريبۍ كرخې لاندې څخه ژوند كوي٬ 62 لكه ځوانان بې روزګاره دي۔ده ووئيل فسكل خساره 6 زره 501 ارب روپو څخه زياته ده دا به چرته څخه پوره كېږي؟ 97 فيصده خساره پوره كولو لپاره به د كمرشل بانكونو څخه روپۍ اخستل وي۔ده ووئيل زمونږ په دور كښې 6 فيصده اكانومي وه۔ده ووئيل په درې كلونو كښې 32 لكه وګړو پاكستان پرېښودلې٬فنانس بل كښې نوې شق شامل كړې شوې چې پكښې د پاور ټو ايرسټ شق شامل كړے شوے۔ دا پاور استعمالولو سره به ايف بي آر د ټيكس نوټز جاري كوي او د هغې د لارې به ګرفتارۍ كيږي۔ده ووئيل سږ كال د تخمونو قومي پېداوار 143 ملين ميټرك ټن دے٬آئي ټي ايكسپورټ كښې 23 فيصد اضافه شوې٬لارج سكېل مېنو فېكچرنګ منفي 1.5 دے٬سږ كال د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام كښې 440 ارب روپۍ خرڅ شوې٬يو زر اربه روپۍ پرمختيائي بجټ كښې كے پي كے ته 55 كروړه ترلاسه كېږي۔ده ووئيل زمونږ د صوبې 1 لك وګړي شهيدان شوي٬د ترهه ګرۍ په ضد مونږ تر ټولو وړاندې يوو۔د ه ووئيل د ګرانۍ په وجه په هېواد كښې د توان ډيمانډ 24 فيصده كم شوې٬ځينو سيمو كښې ډېر زيات لوډشېډنګ كېږي۔ده ووئيل په سولر پينلز هم ټيكس لګولې شوې٬د ګاز په څانګه كښې د اربونو روپو ګرځينده قرضه ده٬ده ووئيل روشن ډيجيټل اكاؤنټس 8 لكه 14 زره څڅه زيات شوې٬ده ووئيل د هېواد په سلامتيا به كومه سمجهوته نشي كولې٬زمونږ سره كه د چين ټېكنالوجي نه وې نو د هند په ضد زمونږ كاركردګي متاثره كېده۔ده ووئيل بايد په اين ايف سي ايوارډ نظرثاني وشي٬انتخابي اصلاحات او الېكټرانك ووټنګ ميشنونو معرفي كولو ته اړتيا ده۔