
اسلام آباد 13جون(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د د ډېره اسماعيل خان نوموړې سماجي او سياسي شخصيت او د انجمن متوليان لارښود سيد نجم الحسن ملاقات كړې۔په ملاقات كښې په ډېره اسماعيل خان كښې د وفاقي حكومت لخوا په پرمختيائي پروژو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې ګورنر ووئيل چې د چشمه لفټ كېنال به سږ كال پرانسته وكړې شي۔په ملاقات كښې د ايران او عراق په رامخې ته شوو مسئلو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سيد نجم الحسن شاه د زائرينو مسئلې داخله وزارت او ايران چارواكو سره د خبرو اترو د لارې حل كولو هڅې وستائېلې۔(