
اسلام آباد 13جون(اے پی پی) د استحكام پاكستان پارټۍ صدر او د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي چې په ايران د اسرائيل د جواز نه لرونكي بريد غندنه كوو كوم چې په حقيقت كښې د ايران په خپلواكۍ ښكاره بريد او د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده چې ورسره نړۍ كښې امن خطر سره مخ شوے۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان په اېكس جاري بيان كښې د ايران په ملاتړ كښې وئېلي دي چې پاكستانے قوم ايراني اولس سره د بشپړه يو والي څرګندونه كوي او هر پاكستانے د ايران په غم دړد او خفګان كښې برابر شريك دے۔ ده ووئيل چې بې ګناه ځاني زيان او د ايران املاك ته زيان رسول د افسوس وړ امر دے۔ عبدالعليم خان ووئيلد دا ډول ناوړه حركتونو سره غزه او فلسطين څخه پام اخوا كېدې نه شي۔ ده ووئيل نړيوالو قوتونو له خپل مثبت كردار ترسره او اسرائيل په منطقه كښې له نوي جنګ څخه منع كول وي