پېښور 13 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا کابینې غونډه پايې ته ورسيده ٬ په غونډه كښې د بجټ 26-2025 منظوری وركړې شوه۔ د بجټ 26-2025 مجموعي اندازه 2 زره 119 اربه روپۍ ده، بجټ كښې د صوبائی حکومت د آمدن اندازه يو زر 778 اربه 90 کروړه لګولې شوې۔ خېبرپښتونخوا بجټ كښې د وفاق د اړخه به صوبې ته يو زر 576 اربه روپۍ ترلاسه كيږي، صوبائی حکومت د خپل آمدن اندازه 129 اربه روپۍ تجویز کړې ده۔