
برسلز 13 جون (اے پي پي) د موسمیاتی بدلون وفاقی وزیر سینیټر مصدق ملك په برسلز كښې د یورپین انسټیټوټ آف اېشین سټډیز کوربتوب كښې موسمیاتی سیمینار كښې د پاکستان نمائندګي كړې۔ په خپله وينا كښې ده د سوئيلي آسياﺀ په هېوادونو زور راوړو چې د موسمیاتی بدلون شريكو چیلنجونو مخنيوي لپاره يو موټې شي۔ سینیټر مصدق ملك ووئيل پاکستان سيمه كښې امن غواړي او د اوبو جارحیت په څير د مسئلو ختمولو ته اړتيا ده۔ ده د كال 2022ء تباھي خپرونكے سېلاب نړيوالې ورورولۍ لپاره يو وېك اپ کال ګرځولو سره ووئيل پاکستان موسمی بدلونونو تر ټولو زيات ځپلې دے۔ ده د موسمیاتی بدلونونو مخنيوي لپاره د پاكستان د مالی مرستې په اهمیت زور راوړو۔ وفاقی وزیر د موسمیاتی بدلونونو مخنيوي لپاره د پاکستان د عزم څرګندونه كولو سره د يو كوټلي فرېم ورك خاكه وړاندې كړه چې پكښې د ګرين انډسټریل کلسټرز ترقی، موسمیاتی بدلونونو سره اړوند انفراسټرکچر كښې سرمایه کاری، د قدرتی آفتونو مخنيوي سماجی تحفظ نظام جوړول،په فطرت اډانه حل او عصري ګرین ټیکنالوجیز ته منتقلی شامل ده۔ سیمینار كښې د موسمیاتی بدلونونو پوهانو، پالېسی جوړونكو او پرمختيائي همكارانو ګډون وكړو۔