
برسلز 13جون(اے پی پی)د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمين بلاول بهټو زرداري په مشرۍ كښې داعلٰی كچې پارليماني پلاوي د يورپين ايكسټرنل سروس سېكرټري جنرل بيلن مارټنز كاربونل سره ملاقات كړې۔ پلاوي اروپائي چارواكي د نړيوال آبي وسائلو د وسلې په توګه د كارولو نړيوال مضمرات څخه خبر كړل۔ د جمعې په ورځ د سفارتخانې لخو جاري شوي بيان له مخې بلاول بهټو زرداري د اروپائي ائتلاف مشرتابه ته په سوئېلي آسيا كښې د ناوړه شوې وضعې او په خاص توګه د هند د اوسني يو اړخيزه اقداماتو په تناظر كښې بريفنګ وركړو۔ ده په هندي جارحانه اقداماتو د پاكستان د ژورو اندېښنو په اړه هم ووئيل۔ پلاوي په ډاګه كړه چې هند په دروغو د اډانه بيانيې د لارې د حقائق پټولو هڅه وكړه۔ پلاوي اروپائي چارواكي د هند لخوا د سندھ طاس لوظ نامې معطلۍ په اړه د پاكستان تشويش او د نړيوالو آبي وسائلو د وسلې په توګه د كارولو نړيوالو مضمرات څخه هم خبر كړل۔ ده په دې خبره زور راوړو چې دا ډول اقدامات نه يوازې سيمه ايز ماحولياتي نظام بلكې آبي سفارتكارۍ سره د اړوندو نړيوالو اصولو سالميت هم خطر سره مخ كوي