
لاهور 13 جون (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف په ایران كښې د مېشته پاكستاني زیارت كوونكو حفاظت سره هېواد ته راستنولو لپاره د هرې ممكنه مرستې سپارښتنه وكړه۔ د جمعې په ورځ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان كښې وئيلي شوي چې د وزیراعظم په سپارښتنه د خارجه چارو په وزارت كښې كرائسزز مېنېجمنټ سېل جوړ شوے۔ هم دغسې په ایران كښې پاكستاني سفارت ته هم د زیارت كوونكو د حفاظت لپاره د اقداماتو سپارښتنه شوې۔ د بيان له مخې وزیراعظم د زیارت كوونكو په حفاظت سره راستنولو لپاره د ټولو ممكنه وسائلو د كارولو هدايت كړې ۔ هغه د خارجه چارو وزارت او په ایران كښې پاكستاني سفارت ته هم امر كړې چې په سیمه كښې د صورتحال تر ښه كېدو الرټ پاتي شي۔