
اسلام اباد 13 جون (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزیر حنیف عباسي په ایران د اسرائيل برید په سختو ټكو غندلو سره وئيلي چې د اسرائيل دا بريدونه د سیمې امن لپاره لوئي خطر دی۔ حنیف عباسي په خپل یو بیان كښې وئيلي چې په ایران د اسرائيل برید د نه منلو او غندني وړ دے۔ هغه د ایران د پوځ د مشر اېم باقري په شهادت خواشیني وښودله ۔ ده ووئيل چې د اسلامي انقلاب كمانډر اعلی جنرال حسین سلامي شهادت هم د غندلو وړ دے۔ ده ووئيل چې په اسرائيلي برید كښې د ایران سائنسمدار ډاكټر تهراني او ډاكټر فریدون عباسي هم شهیدان شوي دي۔ هغه ووئيل چې د بې ګناه وګړو وژل د انسانیت په ضد یو جرم دے۔ وفاقي وزیر د نړیوالې ورورولۍ څخه هم غوښتنه وكړه چې د اسرائيل په دې بريدونو سخت ردعمل څرګند كړي