وفاقي وزیر سید عمران احمد شاه په ایران اسرائيلي برید وغندلو

اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) وفاقي وزیر سید عمران احمد شاه په ایران د اسرائيلي برید په كلكه غندنه كړې ده۔ خپل یو بیان كښې وفاقي وزیر په ایران كښې د بې ګناه وګړو، عسكري قيادت او سائنسمدارو په شهادت د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي چې نړیواله ورورولي باید د اسرائيل په بريدونه خاموش پاتې نشي۔ هغه زیاته كړه چې ملګري ملتونه، د اسلامي مرستي كونسل (OIC) او نړیوال ځواكونه باید سمدستي اقدام وكړي۔ ده ووئيل چې پاكستان پرون هم د مظلوم قومونو ترڅنګ ولاړ ؤ او نن هم ۔ ده ووئيل چې د اسرائيلو دا برید نړیوال امن لپاره یو خطر دے او د سیمې د جنګ څخه بچ كولو لپاره سمدستي اقداماتو ته اړتیا ده