ماسكو 13 جون (اے پي پي) روس په ایران د اسرائيلي بریدونو په كلكه غندنه كولو سره وئيلي چې دا اقدام په منځني ختیځ كښې د تاؤ تريخوالي د زياتېدو سبب ګرځېدې شي۔ د رشیا ټوډۍ له مخې د روسیې د خارجه چارو وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان كښې وئيلي چې په ایران د اسرائيل برید د ملګرو ملتونو د چارټرډ او نړیوال قانون خلاف ورزي ده۔ په بیان كښې وئيلي شوي چې مونږ د اسرائيلي رياست د تاؤ تریخوالي ډك اقدام په كلكه غندنه كوو۔ د ملګرو ملتونو په یو خپلواكه هېواد د هغې په وګړو، امناكه ښارونو او د اتومي انرجي بنيادي ډهانچو بې دلیله پوځي بریدونه په هیڅ صورت كښې د منلو وړ نه دي۔