د سينيټ چيئرمين، سپيكر او د ډپټي چيئرمين او ډپټي سپيكر په تنخاګانو كښې زیاتوالی بیرته اخستلې كیدی شي: د قومي اسمبلۍ سپيكر

اسلام آباد13 جون (اے پي پي): د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق ووئيل چې د چيئرمېن، سپيكر او د ډپټي چيئرمېن او ډپټي سپيكر په تنخاګانو كښې زیاتوالی بیرته اخستلې كېدی شي۔د جمعې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د بجټ تقرير په مهال عمر ایوب ووئيل چې د چيئرمېن په تنخاګانو كښې 600 فيصده زیاتوالی شوې دا باید بیرته واخستلې شي۔ سپيكر سردار ایاز صادق ووئيل چې د چيئرمېن، د ډپټي چيئرمېن او ډپټي سپيكر په تنخاګانو كښې زیاتوالی د فنانس كمیټې نه دې كړې۔ چا چې دا زیاتوالی كړې دی، هغوي كولی شي او دغه زیاتوالی بیرته هم اخستلې شي