په ایران د اسرائيل بريدونه د غندنې وړ دی،د كوم هيواد د خپلواكۍ خلاف ورزي د نړیوالو قوانینو سپكاوی دې: رانا تنویر حسین

اسلام آباد 13 جون (اے پي پي): د نېشنل فوډ سيكوريټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزیر رانا تنویر حسېن وئيلي چې په ایران د اسرائيل بريدونه د غندنې وړ دی او د كوم هم هیواد د خپلواكۍ خلاف ورزي د نړیوالو قوانینو سپكاوی دې۔ ده د جمعې په ورځ په یو بیان كښې ووئيل چې د اسرائيل جنګي پالیسي د سیمې امن لپاره خطر دے او په منځني ختیز كښې تاؤ ترېښوالې د انسانیت لپاره تباه كن ثابتيدې شي۔ده ووئيل چې د اسرائيل دوامداره بريدونه نړیوال امن لپاره یو چېلنج دے او په منځني ختیز كښې خرابېدونكی صورتحال نړیوال امنیت لپاره خطر دے۔ ده ووئيل چې د جنګ خپریدو مخنیوې د وخت تر ټولو لوئې حاجت دے او هر قوم د نړیوالو قوانینو له مخې د ژوند كولو حق لري۔ رانا تنویر حسېن ووئيل چې نړۍ باید د بشري حقونو په بنياد ودريږي