د نائب وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه٬د پاكستان او متحده عرب اماراتو د ګډ وزارتي كميسیون 12مې غونډې د تيارو جاج واخستے شو

اسلام اباد 13 جون (اے پي پي) د نائب وزیراعظم او خارجه وزیر، سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ په ابوظهبي كښې د پاكستان او متحده عرب اماراتو د ګډ وزارتي كمېسيون د رارواني 12مي غونډي د تياريانو جاج واخستے شو۔ د خارجه وزارت ویاند له مخې په دې غونډه كښې د نائب وزیراعظم دفتر خاص مرستیال ، د اقتصادي چارو، تجارت ، سمندري چارو، كورنیو چارو، بېن الصوبائي همغږۍ، قومي ورثې او روغتیا سره سره د اړوندو وزارتونو ٬ محكمو ٬ د خارجه وزارت، سمندر پوري پاكستانیانو، فنانس، ریلوے، دفاع او تجارت وزارت اعلی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د مهمو دوه اړخیزه اقداماتو مخ په وړاندې بوتللو ، په موجوده څانګو كښې د رسمي مرستې نه علاوه د نوو لارو په لټولو او په ترجيحي څانګو كښې د متحده عرب اماراتو د سرمايه كارۍ په راغب كولو خبرې اترې وشوې۔نائب وزیراعظم په دې موقع د پاكستان او متحده عرب اماراتو اقتصادي او تجارتي اړیكو قوي كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو