
اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) په سېنېټ كښې يو قرارادا په متفقه توګه منظور كړے شوے دے چې پكښې په ايران د اسرائيلي بريد سخته غندنه او ايران سره د يوالي څرګندونه شوې ده۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار دا قرارداد ايوان ته وړاندے كړو٬ په قراراد كښې ووئيل شول چې نن سهار په ايران ترسره شوے بريد د افسوس او غندنې وړ دے٬ د اسرائيل په ايران بريد د ملګرو ملتونو منشور او د نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده، د اسرائيل دا اقدام جنګي جرم دے٬ دې سره د منطقې امن خطر سره مخ شوے دے۔ په قرارداد كښې ووئيل شول چې د اسرائيل د مقبوضه فلسطين پشمول په نورو اسلامي هېوادونو هم ظلمونه كوي٬ په غزه كښې ماشومان شهيدان كېږي او د فلسطينيانو نسلي كشي روانه ده٬ په قرارداد كښې زياته كړې شوه چې دا ايوان په متفقه توګه د اسلامي نړۍ په خاص توګه د ايران او فلسطين په ضد د اسرائيل د جارحيت سخته غندنه كوي او خپلو مسلمانانو وروڼو خوېندو سره ولاړ دے۔ د دې نه وروسته د سېنېټ چيئرمېن قرارداد ايوان ته منظورۍ لپاره وړاندې كړو او ايوان په يوه خله د قرارداد منظوري وركړه۔ د دې نه وړاندې خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ايوان خبر كړو چې خارجه وزارت په ايران د اسرائيلي بريد په ضد د غندنې بيان جاري كړے دے او دغه بيان ئې ايوان ته هم واورولو