
اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي بېرسټر ګوهر علي خان په ايران د اسرائيل د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره اسلامي نړۍ څخه مطالبه كړې ده چې د او آئي سي او عرب ليګ غونډه دې په سمدستي توګه طلب كولو سره د دې بريد غندنه وكړې شي او نړيواله ورورولي دې د اسرائيلي جارحيت لاره نيولو لپاره فعاله تګلاره وضعه كړي۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اسرائيلي جارحيت په ضد د غندنې په قرارداد خپلو خبرو كښې ده ووئيل مونږ د دې بريد په سختو ټكو غندنه كوٶ٬ اسرائيل سيمه ايز سالميت لپاره خطر جوړ شوے دے٬ په غزه كښې د يو لك نه زيات كسان شهيدان شوي خو اسلامي نړۍ په دې لړ كښې ناكامه پاتې شوې ده٬ اسرائيل نړۍ لپاره خطر جوړ شوے دے٬ ملګري ملتونه دې په دې لړ كښې خپل فعاله كردار ولوبوي