سينيټ په ايران د اسرائيل د بريد غندنې لپاره د متفقه قرارداد وړاندې كولو پريكړه وكړه

اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د سېنېټ په غونډه كښې په ايران د اسرائيل د بريد غندنه او د متفقه قرارداد وړاندې كولو پرېكړه شوې۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په دې مهمه معامله خارجه وزير ته هم په ايوان كښې د حاضرۍ هدايت كولو سره ووئيل چې په ايران د بريد صورتحال اندېښمن دے٬ ايوان دې په اعتماد كښې واخستې شي او خارجه وزير دې راشي او موقف دې واضح كړي۔ د حزب اختلاف مشر سينيټر شبلي فراز ووئيل مونږ به په ايران د بريد په ضد د وړاندې كېدونكي قرارداد بشپړه ملاتړ كوٶ٬په ايوان كښې موجود د بېلا بېلو ګوندونو غړو هم په منطقه كښې د امن او استحكام په ضرورت زور راوړولو سره ووئيل چې پاكستان په منطقه كښې د هر ډول جارحيت حوصله شكني او ايران سره د يوالي څرګندونه كوي