اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د سني اتحاد كونسل مشر صاحبزاده حامد رضا وئيلي دي چې په ايران بريد له نړيوال قوانيو څخه سرغړونه او د يو اسلامي رياست په ضد جارحيت دے۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې په ايران د اسرائيلي جارحيت په ضد د غندنې په قرارداد خبرو كښې ده ووئيل چې د اسرائيل په ضد د ضبط وتحمل پاليسي پكار نه ده٬ د اسرائيلي وزيراعظم بنجمن نيتن ياهو په ضد بايد د انصاف په نړيوال عدالت كښې مقدمه وچلولې شي