
اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي اسرائيل ترهګر هېواد دے ٬ مونږ ھغه رياست نه تسليموٶ۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې په ايران د اسرائيل د جارحيت په اړه په قرارداد د بحث په مهال چې صاحبزاده حامد رضا كله ووئيل چې اسرائيل يو ترهګر رياست دے نو په دې سپيكر ووئيل چې مونږ اسرائيل رياست نه تسليموٶ٬ مونږ ھغه ترهګر ګڼؤ