
اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ په ايران د اسرائيل د جارحيت غندنه كولو سره د ايران حكومت٬ پارلمان او قام سره د بشپړه يوالي له د عزم څرګندونې لپاره په متفقه توګه قرارداد منظور كړے دے چې پكښې حكومت څخه غوښتنه شوې ده چې په دې مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د او آئي سي غونډه راوبلي دغسې چې په ايران د اسرائيل د بريد لاره ونيولې شي۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د پاكستان پيپلز پارټۍ غړي سيد نويد قمر په دې لړ كښې قرارداد وړاندے كړو۔ په قرارداد كښې وئيلي شوي دي چې د پاكستان قامي اسمبلۍ د اسلامي جمهوريه ايران په ضد د اسرائيل د جواز نه لرونكي جارحيت سخته غندنه كوي كوم كښې چې د ايران د اولس ځاني او مالي زيان شوېدے۔ دا ايوان ډېر مايوسۍ سره دا خبره نوټ كوي چې د روان كال 2025 د جون په 13مه نېټه ترسره شوې دا جواز نه لرونكے بريد نه يوازې د ملګرو ملتونو د غړي رياست د خپلواكۍ او سالميت سنګينه خلاف ورزي ده بلكې دا د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور د بنيادي اصولو څخه هم ښكاره سرغړونه ده۔ دا ايوان دا خبردارې وركوي چې د اسرائيل دا ډول پرله پسې جارحيت نه يوازې مېنځني ختيز بلكې ټوله نړۍ په خطر كښې اچولې ده، د دې د سنګينو نتيجو ذمه واري به يوازې په اسرائيل راځي٬ د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيكل 51 له مخې ايران ته د خپلې دفاع حق ترلاسه دے٬ دا ايوان د دې خبرې پخلې كوي چې پاكستان د اسلامي جمهوريه ايران حكومت، پارلمان او اولس سره بشپړه يوالي سره ولاړ دے او په دې جنګ كښې د وژلې شوې كسانو لپاره لاس په دعا دے۔ دا ايوان حكومت څخه غوښتنه كوي چې په دې مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د او آئي سي غونډه راوبلي دغسې چې په ايران د اسرائيل د بريد لاره ونيولې شي٬ قامي اسبملۍ په يوه خله د قرارداد منظوري وركړه۔