راجه پرويز اشرف په ايران د اسرائيل بريد وغندلو

اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف په ايران د اسرائيل بريد په سختو ټكو كښې غندلې دې۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې په ايران د اسرائيلي جارحيت په ضد د غندنې متفقه قرارداد منظورۍ نه وروسته خپلو خبرو كښې ده ووئيل د دې بريد چې څومره غندنه وشي كمه ده خو سمه خبره دا ده چې يوازې د غندنې او قرارداد په منظورۍ به هېڅ ونه شي۔ ده ووئيل طاقتور هېوادونه د اسرائيل په شا ولاړ دي