
اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د فوډ سيكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په ايران د اسرائيلي بريد غندنه كولو سره وئيلي دي چې د اسرائيل بدمعاشي په نړۍ كښې د لوے پېښې سبب جوړېدې شي۔ د جمعې په ورځ په قامي اسبملۍ كښې په ايران د اسرائيلي جارحيت په ضد د غندنې د متفقه قرارداد منظورۍ نه وروسته خپلو خبرو كښې ده د بريد په نتيجه كښې په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل چې د كله نه چې اسرائيل دا طرز عمل جاري ساتلے دے په غزه كښې د اسرائيل لاسونه د فلسطينيانو په وينه رنګ دي او په دې مهال ئې په ايران هم بريد وكړو٬ مونږ ايران سره يوو او د بشپړه يوالي څرګندونه كوٶ