په ايران د اسرائيل بريد د منطقې د سلامتيا په ضد نړيوال سازش دے۔ رانا قاسم نون

اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د كشمير د پارلماني كمېټۍ چيئرمېن رانا قاسم نون وئيلي دي چې په ايران د اسرائيل بريد د منطقې د سلامتيا په ضد نړيوال سازش دے۔ د جمعې په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د دې بريد چې څومره غندنه وكړې شي كمه ده٬ اسرائيل غېر قانوني ترهګر رياست دے چا چې دا بريد كولو سره د مېنځني ختيز بلكې نړيوال امن تباه كولو هڅه كړې ده، نړيوالې ورورولۍ له هم پكار دي چې ھغوي د اسرائيل د جارحيت لاره نيولو او اسرائيل او هند د دې جنګي جنون ځواب وركوٶنكي وګرځوي