اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ د قامي اسمبلۍ غړې شائسته پروېز ملك په ايران د اسرائيل د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي چې دا بريد په اسلامي نړۍ بريد دے، اسلامي نړۍ له به دا مهال يو موټے كېدل وي ۔ د جمعې په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره خبرو كښې دې ووئيل د دې بريد چې څومره هم غندنه وشي كمه ده٬ د بريد له امله په شوي مالي او ځاني زيان د ايران حكومت او اولس سره د يوالي څرګندونه كوٶ، كه اسرائيل د جارحيت نه منع نه كړے شو نو ټولې منطقې بلكې د نړۍ امن ته سخت خطر رامخې ته كېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې بجټ اولس دوست او متوازن وګرځولو۔ دې ووئيل په موجوده حالاتو كښې د دې نه بهتر بجټ نشي كېدې٬ حكومت اولس ته د هر ډول ممكنه ريليف وركولو هڅه كړې او سركاري ملازمينو ته هم ريليف وركړے شوے دے