
اسلام آباد۔13جون (اے پی پی) وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام د جي اېن اېن ټي خبريال اصغر حیات او د پي ټي وي سينئر خبريال حسن حیات د مور په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ دې ځاې څخه د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ ده د اصغر حیات، حسن حیات او د هغوي غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل د غم دړد په دې سخت وخت مونږ ځپلې كورنۍ سره يوو۔