ملګري ملتونه ۔13جون (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه كښی روان اسرائيلي جنګ په فوري ، غېر مشروط او مستقل توګه د بندولو او د مرستې رسولو غوښتنې قرارداد زيات اكثريت سره منظور كړو۔ د پاكستان او 47 نورو هېوادونو په مرسته د سپېن لخوا د وړاندې كړی شوي دې قرارداد په حق كښې 149 او مخالفت كښې 12 رايې وكارولې شوې او 19 هېوادونو د رايې شمېرې عمل كښې برخه وانخسته۔ د قرارداد په مخالفت كښې امریکا،اسرائیل ،ارجنټائن، هنګری او پېراګوئے هم شامل وه۔ په قرارداد كښې لوږه د جنګ د هتھيار په توګه د كارولو سخته غندنه وكړې شوه او په بشري مرسته د اسرائيلي ناكه بندۍ په بشپړه توګه د ختمولو غوښتنه وكړې شوه۔