د خيبر بښتونخوا حكومت په صوبائي بجټ كښې د پوليس تنخاګانې د پنجاب پوليس برابرولو پريكړه

پېښور۔ 13 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حكومت په صوبائي بجټ كښې د پوليس تنخاګانې د بنجاب پوليس برابرولو پرېكړه كړې ده۔ د پوليس چارواكو له مخې د خېبر پښتونخوا په بجټ كښې د پوليس تنخاګانې د پنجاب پوليس برابرولو تجويز شامل دے چې له مخې به يۍ د ګرېډ 1 څه تر 16 پوليس اهلكارو تنخاګانې به د پنجاب پوليس برابرولې شي۔ چارواكو دا هم وئيلي چې په بجټ كښې ګرېډ 17 او دې څخه د پورته افسرانو په اسپېشل الاؤنس كښې د اضافې كولو تجويز دے ۔ په قبائلي ضلعو كښې د پوليس استعداد زياتولو له په بجټ كښې د 16اربه روپو اېښودلو تجويز هم شامل كړے شوے دے۔ بلخوا د خېبر پښتونخوا آئي جي پي ذوالفقار حمید ميډيا سره خبرو كښې ووئيل د صوبائی حکومت لخوا د پوليس تنخاګانې د پنجاب پوليس برابرولو پرېكړه خوشبينه ده۔ ده ووئيل د خېبرپښتونخوا پولیس د ترهګرۍ په ضد په فرنټ لائن جنګ كوي ٬ دې سره به د پوليس مورال نور هم لوړ شي۔ ده ووئيل فنډز سره به په قبائلي ضلعو كښې پوليس مضبوطولو سره نوره نوې وسله واخېستې شي۔