د متحده عرب امارات لخوا غزه لپاره 2100 ټن د مرستې سامان روان كړے شو

دبئی ۔13جون(اے پی پی) متحدہ عرب امارات د جنګ د لاسه د تباه شوې فلسطيني اولس مرستې لپاره د روان “الفارس الشهم 3” كمپائن لاندې غزہ لپاره د بشري خواخوږۍ په بنياد د 2100 ټنه بشري مرستې سامان روان كړے دے۔ د اماراتي خبر رسنې ايجنسۍ وام له مخې د مرستې سامان اشدود بندرځايې ته رسېدلے دے۔ دغ ځايې څخه به دا سامان د 123 ټركونو د لارې غزه ته منتقل كولې شي۔ د مرستې په سامان كښې اوړه ٬ ماشومانو او كوچنيانو لپاره ضروري څيزونه ٬ د خوراك پاكټونه او نور ضروري سامان شامل دے۔ د مرستې دا سامان په يو داسې وخت كښې رسولې شي چې كله د غزې په المواصي سيمه كښې د زرګونو په شمېر فلسطيني وګړي د غزہ هیومېټېرین فاؤنډېشن مركز كښې خوراك لپاره جمع شوي۔