
اسلام آباد۔13جون(اے پی پی)د روغتيا وزير مملكت ډاكټر مختار احمد بهرتھ وئېلي دي چې ماشومان پوليو څخه محفوظ ساتلو ته حكومت خصوصي پام لرنه كوي۔د پوليو په بشپړه توګه ختمولو له بيا بيا وېكسي نيشن ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نېشنل ايمرجنسي آپرېشن سنټر دورې كولو په مهال وكړه۔ ده د پوليو مخ نيوي لپاره د روانو اقداماتو او روان پوليو كمپائن جاج واخست۔اړوندو چارواكو ده ته د بريفنګ په مهال ووئيل د پوليو اوسني كمپائن په مهال به 4 كروړه 50 لكه څخه زياتو ماشومانو له د پوليو مخ نيوي څاڅكي وركولې شي۔ډاكټر مختار برتھ ووئيل د حفاظتي ټيكو كوريج كښې ښه والي ته حكومت پام لرنه كوي۔ده ووئيل هائي رسك ايرياز كښې د پوليو ختمولو له به خصوصي اقدامات كولې شي دغسې چې ويكسين څخه د محروم پاتې شوو ماشومانو ويكسيني نېشن باوري كړې شي۔