بجټ كښې دې د ملازمينو پشمول عام وګړو له آسانۍ وركولو لپاره اقدامات وكړې شي: سينيټر شهادت اعوان

اسلام آباد۔13جون(اے پی پی)د پاكستان پيپلز ګوند سېنېټر شهادت اعوان وئېلي دي چې په بجټ كښې دې د سركاري ملازمينو پشمول عام وګړو له آسانۍ وركولو لپاره په زړه پورې اقدامات وكړې شي٬په بجټ كښې كوټلې تګلارې او وسائلو ته اړتيا ده۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره ده د ورلډ بانك رپورټ حواله وركولو سره ووئيل چې د پاكستان 47 فيصده آبادي د بې وزلۍ كرخې څخه لاندې ژوند كوي٬په دې تناظر كښې بايد په بجټ كښې عام وګړي له رېليف وركړے شي٬ لږ نه لږ اجرت دے 50 زره روپۍ مقرر كړے شي۔د سركاري ملازمينو په تنخاګانو كښې بايد 50 فيصد اضافه وكړی شي۔ده ووئيل د پومبې او غنمو پشان مهمو فصلونو پېداوار كښې كمې شوې چې ورسره زراعت اغېزمن شوې٬ د پومبې په تخم لګېدلې 18 فيصده ټيكس دې ختم كړې شي دغسې چې كروندګرو ته آسانۍ ترلاسه شي۔