د پاكستان علماﺀ كونسل په ايران د اسرائيلي بريد غندنه

لاهور۔13جون(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفی په ايران د اسرائيلي بريد سخته غندنه كړې ده۔ په خپل بيان كښې ده وئيلي دي چې دا بريد نه يوازې نړيوالو قوانينو خلاف ورزي بلكې نړيوال امن لپاره سنګينه خطره جوړ شوي دي۔ ايران د نړيوالو قوانينو له مخې د خپلې دفاع حق لري او د اسرائيل دې جارحانه اقدام څخه دا په ډاګه شوې ده چې هغه د ګرېټر اسرائيل جوړولو منصوبه عملي كولو له مېدان ته راغلے دے۔ حافظ طاهر اشرفی وئيلي چې په اسرائيلي جارحيت د سعودي عربستان موقف د اسلامي نړۍ د جذباتو او سوچ بشپړه ترجماني كوي۔ حافظ طاهر اشرفی ووئيل چې اسرائيل د ټولې نړۍ امن سره لوبې كوي او دا بريد په نړيواله كچه استحكام خطر سره د مخ كولو برابر دے۔ ده نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړه چې هغه دې د اسرائيل د دې ښكاره جارحيت نوټس واخلي او نړيوال امن خوندي كولو له دې فعاله ګامونه پورته كړي