
اسلام آباد۔13جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د اسرائيل په ايران د پارونكي بريد غندنه كولو سره ددې سخته غندنه كړی او وئيلې يۍ دي چې دا غېر مسوؤلانه اقدام زيات اندېښمن دے او دې سره د منطقې امن لا خطر سره مخ شوے دے۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل پېغام كښی وزيراعظم په بريد كښې د قيمتي ځانونو په زيان ايراني اولس سره د زړه له كومي خواخوږي وكړه۔ ده په ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ زور راړو چې هغه دې د نور تاؤ تريخوالي مخنيوي له فوري اقدامات وكړي ولې چې دې سره سيمه ايز او نړيوال امن خطر سره مخ كېدے شي۔