
احمد آباد 12 جون (اے پي پي) د هند ګجرات ايالت په احمد اباد ښار كښې د ائېر انډيا الوتكې ته رامخې ته شوې پېښه د هند د تاريخ دوېمه بدترين فضائي پېښه ګرځولے شوه ده۔ د کشمير ميډيا سروس له مخئ ايئر انډيا لندن لپاره په پرواز كښې د عملے غړو او مسافرو پشمول 242 كسان موجود ٶ او ټېك آف نه سمدستي وروسته نسكورېدو سره ټول مسافر مړه شوي٬ يوازې د يو مسافر د ژوندي پاتې كېدو اطلاعات دي۔ د هند ورځپاڼې دکن کيرونيکل رپورټ له مخې 37 كاله وړاندې په 1988 كښې هم دې ايئرپورټ د لېنډنګ په مهال په رامخې ته شوې پېښه كښې 133 كسان مړه شوې وو٬ د هند په تاريخ كښې د كال 1958 نه تر اوسه نزدې دوه درځنه لوے فضائي پېښه رامخې ته شوې دي چې پكښې زياتره پېښې د ايئر انډيا د الوتكو دي۔ د هند په تاريخ كښې وړومبۍ فضائي پېښه په 25 مئي كال 1958 كښې په ګړكلي كښې رامخې ته شوې وه٬ ذكر شوې الوتكه كوچنۍ وه٬ د هند د تاريخ وړومبۍ لويه فضائي پېښه په جولائي كال 1962 كښې ممبئۍ هوائي مېدان سره نزدې رامخې ته شوې وه چې پكښې 94 كسان مړه شوې وو٬ د هند د تاريخ تر ټولو لويه او بدترين فضائي پېښه په 1996 كښې د هريانه ايالت چرخي دادري ښار سره نزدې رامخې ته شوې وه كله چې دوه غېر ملكي الوتكې يو بل سره ټكر شوې وې٬ په دغه پېښه كښې د سعودي ايئر لائن او قازقستان اېئر لائن الوتكې خپل مېنځ كښې ټكر شوې دې چې په نتيجه كښې ېې د دواړو الوتكو 349 مسافر او د عملے غړي مړه شوې وو او نن احمد آباد ايئرپورټ سره نزدې رامخې ته شوې پېښه د هند د تاريخ دويمه لويه او بدترين فضائي پېښه ګرځولے كېږي