د زرمبادلې پانګي 167ملیونه ډالره اضافے نه پس 16.87اربه ډالره ته ورسيدلې

اسلام آباد 12جون (اے پي پي) د زرمبادلې پانګي 167ملیونه ډالره اضافے نه پس 16.87اربه ډالره ته رسيدلې دي۔د سټيټ بینك د اړخه جاري شوې شميرې له مخې په 6 جون ختم شوي اوونۍ كښې سټيټ بینك سره د زرمبادلې پانګې 11.67اربه ډالره دغسې کمرشل بینکونو سره 5.19 اربه ډالره ته رسيدلې۔ د تيري اوونۍ په مهال د زرمبادلې پانګو كښې 167ملیونه ډالره اضافه شوي۔