د آئي ټي و ټيلي کام وزيرې شزا فاطمه خواجه او د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ کمال په مشرۍ كښې د “ون پيشنټ، ون آئي ډي” په منصوبه د پېشرفت جاي لپاره د لورې كچې غونډه

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د آئي ټي و ټيلي کام وزيرې شزا فاطمه خواجه او د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ کمال په مشرۍ كښې د “ون پيشنټ، ون آئي ډي” په منصوبه د پېشرفت جاي لپاره د لورې كچې غونډه شوې۔ په دې موقع د دواړو وزارتونو د لوړ پورو پشمول په شريكه غونډه كښې د منصوبې په موجوده صورتحال او د عملدرآمد د رفتار تفصيلي جاج واخستې شو۔ د زيارت په ورځ انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د آئي ټي وزارت اعلان وكړو چې مونږ به د خپل فنډز د لارې د اسلام آباد د صحت د ټولو بنيادي مرکزونو (بي اېچ يوز) او سکولز له کنيکټويټي وركوٶ٬ دا اقدام به د صحت وزارت رېفرل سستم وژن موثره جوړولو كښې مرستياله وګرځي او اوس ته به په وخت او بشپړه ډول د طبي سهولتونو وركول ممكن كړې شي۔