نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار په احمد آباد كښې د اېئر انډيا الوتكې په پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د افسو څرګندونه وكړه

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار په د هند د ګجرات ولايت په احمد آباد ښار كښې د اېئر انډيا الوتكې په پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د افسو څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل د اېئر انډيا په پېښه غمجن يو او په دې پېښې كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كوٶ۔ ده د غم په دې ګهړۍ كښې غمجنو كورنيو سره د همدردۍ څرګندونه هم وكړه۔