پاكستان په اكتوبر كښې ريجنل ټرانسپورټ منسټريل كنفرنس كوي

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) پاكستان په اكتوبر كښې د ريجنل ټرانسپورټ منسټريل كنفرنس د تابيا پرېكړه كړې ده چې پكښې به د چين، روسيه، تركيه او آذربائيجان پشمول بېلا بېل هېوادونه ګډون كوي۔ دا خبره وفاقي وزير مواصلات عبدالعليم خان د لوړې كچې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ ده ووئيل چې د مېنځنۍ آسياء هېوادونو نه علاوه نيپال، مالديپ، سري لنكا، افغانستان او ايران به په دې سيمه ايز كنفرنس كښې رابللے شي دغسې چې د سوئيلي اسيائي هېوادونو ترمېنځه بزنس ټو بزنس او ګورنمنټ ټو ګورنمنټ رابطے زياتے كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د مېنځني اسيائي هېوادونو ګرمو اوبو ته رسنه د اهميت وړ ده كومه چې به رېل، روډ او فضائي رابطو ته وده وركولو لپاره د دې ريجنل كنفرنس اهم موضوع وي