اروپائي ائتلاف دې په هند د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو په څير غير قانوني اقداماتو څخه په ډډه كولو زور راوړي: بلاول بھټو زرداري

برسلز 12 جون (اے پي پي) د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي چې اروپائي ائتلاف دې په هند د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو په څير غير قانوني اقداماتو څخه په ډډه كولو زور راوړي٬ پاكستان امن خوښوي او د كشمېر پشمول ټولې مسئلې د مذاكراتو د لارې د حل كولو پلوي دے ۔ د زيارت په ورځ د سفارت لخوا د جاري بيان له مخې بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د پاكستان د اعليٰ كچ پارلماني پلاوې په اروپائي پارلمان كښې د نړيوالې تجارتي كمېټۍ (آئي اېن ټي اے) مشر برنډ لانجے سره ليدلي چې پكښې د دوه اړخيزه تجارت پشمول په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د هند لخوا په پورته كړې شوې جارحانه اقداماتو او د منطقې په خراب شوې صورتحال تفصيلي بريفنګ وركړو۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل چې اروپائي ائتلاف د قانون د حكمرانۍ علمبردار دے مونږ توقع لرو چې ائتلاف به په هند په دې لړ كښې زور راوړي چې ھغوي د سندھ طاس تړون معطل كولو د ماورائے قانون اقداماتو نه ډډه وكړي۔ ده ووئيل د هند لخوا سول آبادي په نښه كول او د سندھ طاس نړون يو اړخيزه معطل كول نه يوازې د نړيوالو قوانينو بلكې د بېن الرياستي اخلاقيات او لوظنامو د اصولو هم سنګين خلاف ورزي ده۔ په دې موقع ډاكټر مصدق مسعود ملك او پخوانې لنډمهاله خارجه وزير جليل عباس جيلاني هم موجود ٶ