
ابو ظهبي 12 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په لندن ټيك ويك 2025 كښې د پاكستان په موجودګۍ او ګډون ټولو شراكتدارو له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د پاكستان ټيك سباون روښانه دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په لندن ټيك ويك 2025 كښې د پاكستان په ګډون خپل بيان كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل په لندن ټيك ويك 2025 كښې د پاكستان په موجودګۍ او ګډون ټولو شراكتدارو له مباركي وركوم كوم سره چې پاكستان ته د مخ په وړاندې تګ كوٶنكي هېواد حېثيت ترلاسه شوې دے ٬ كوم چې د ټيكنالوجۍ، اختراعات او ځوانان نړۍ سره د تړولو صلاحيت كاروي، په دا ډول مهم پليټ فارم زمونږ موجودګي زمونږ د زيات شوي ډيجيټل فټ پرنټ او د نړيوالو هدفونو عكاسي كوي۔ وزيراعظم ووئيل زه د آئي ټي وزارت، پاكستان سافټ وئير ايكسپورټ بورډ، ټورازم ډويلپمنټ اتھارټي آف پاكستان او زمونږ ټيك انټرپرينيورز د پاكستان د وژن په بشپړه ډول په وړاندې كولو ستائنه كوم۔ وزيراعظم ووئيل څنګه چې مونږ د علم په بنياد معيشت پلو خپل مزل ګړندې كوٶ٬زمونږ حكومت ځوانان خپلواكه كولو لپاره، ډيجيټل بدلون او دې سره متصل نړيوالو اړيكو لپاره لوظي دے٬ د پاكستان د ټيك سباون روښانه ده