ماشومان د قام سباؤن،جبري مشقت څخه بچ كول زمونږ ګډه ذمه واري ده: د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي چې ماشومان د قام سباؤن، هغوي په زبردستۍ مشقت څخه ساتل زمونږ د ټولو ذمه واري ده، په ماشومانو په زبردستۍ مشقت كول لويه سماجي مسئله او جرم دے، چائلډ لېبر د ماشومانو محفوظ او روښانه سباؤن په لاره كښې لوئ خنډ دے۔ د دې خيالاتو څركندونه ده نړيوال چائلډ لېبر ډے په موقع په خپل پيغام كښې كړي۔ ده ووئيل آئينِ پاکستان د ماشومانو د تحفظ او د هغوي د ژوند د ښه معيار ضمانت وركوي، هر يو ماشوم د تعليم، تحفظ، لوبو او صحت مند نشوونما حق لري۔ ده ووئيل پارليمان د ماشومانو د حقونو د تحفظ عزم لري او پارلمان د ماشومانو د حقونو تحفظ او هغوي د مشقت څخه بچ كولو لپاره كوټلي قانون سازي کړې ده۔ ده ووئيل د ماشومانو د حقونو تحفظ لپاره قامي اسمبلۍ كښې “پارليماني کاکس آن چائلډ رائټس” جوړ شوې كوم چې د هغوي د حقونو تحفظ لپاره فعاله کردار ترسره كوي۔ سپيکر ووئيل چائلډ لېبر ختمولو لپاره ميډيا ،سول سوسائټۍ او اولس له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده، هېواد كښې د سکول څخه بهر ماشومان سکولونو ته بوتللو لپاره پارليماني چائلډ رائټس لپاره کاکس خصوصي رپورټ مرتب کړېدے۔