
رياض 12 جون (اے پي پي)د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره په ناروے كښې د ايران او مصر خارجه وزيرانو ملاقات كړې۔د ايس پي اے له مخې د اوسلو نړيوال فورم 2025 په موقع د ايران خارجه وزير عباس عراقچي سره په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د اړيكو جاج او په سيمه ايز او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔د مصر خارجه وزير ډاكټر بدر عبدالعاطي سره په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو جاج او په خاص توګه غزه او لويديزې غاړې په صورتحال او په دې حقله په روانو هڅو خبرې شوې دي۔په دې موقع په ناروے كښې د سعودي سفير خالد بن محمد الشريف او د خارجه وزارت صلاحكار ډاكټر منال رضوان هم موجود و