وزيراعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات په يوه ورځنۍ دوره ابوظهبي ته ورسېد

ابوظهبي 12 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ په يوه ورځنۍ سركاري دوره متحده عرب امارات ته رسېدلې۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د متحده عرب امارات صدر او ابوظهبي فرمانروا شيخ محمد بن زيد النهيان په بلنه وزيراعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات سركاري دوره كوي۔د بيان له مخې د ابوظهبي په البطين هوائي ميدان د متحده عرب امارات صدر ورور او د قامي سلامتيا صلاحكار شيخ طحنون بن ايد النهيان د وزيراعظم هركلے وكړو او د وزيراعظم سره په ګاډي كښې صدراتي ماڼۍ پلو روان شو٬په هوائي مېدان د متحده عرب امارات سپريم نېشنل سيكورټي كونسل سيكرټري جنرل علي احمد شمسي په يو اے اي كښې د پاكستان سفير فيصل نياز ترمذي او د پاكستان سفارتي عمله هم د وزيراعظم هركلي لپاره موجود وه۔د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم د متحده عرب امارات قيادت سره ملاقات كوي۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار٬د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬د كورنيو چارو وفافي وزير محسن رضا نقوي٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي هم د وزيراعظم سره ملګري دي