
اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډه له دوه ورځې دمې وروستو د جمعې په ورځ سهار 11 بجې د سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې بيا پېل كيږي۔په غونډه كښې به د راروان مالي كال 26-2025 په وفاقي بجټ بحث پیل كولې شي۔قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان په بجټ به بحث پېل كوي۔په بجټ به بحث تر 21 جون روان وي۔په 21 جون به د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب بحث راغونډوي۔په 26 جون به مالي بل منظورۍ لپاره وړاندې كولې شي۔د بجټ غونډه به تر 27 جون دوام لري