وزيراعظم محمد شهباز شريف په سركاري دوره متحده عرب امارات ته لاړو

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ په سركاري دوره متحده عرب امارات ته لاړو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د متحده عرب امارات صدر او ابوظهبي فرمانروا شيخ محمد بن زيد النهيان په بلنه وزيراعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات سركاري دوره كوي۔د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم د متحده عرب امارات قيادت سره ملاقات كوي۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي هم د وزيراعظم سره ملګري دي