د ملاكنډ په ځنګلو كښې په لګېدلي اور قابو موندلو لپاره اجتماعي هلې ځلې روانې دي۔ وياند

پیښور ۔11 جون (اے پي پي) د يوې اونۍ نه د ملاكنډ په بېلو ځايونو كښې لګېدلې اور نور ځايونه هم پخپله ولقه كښې واغستل۔ پير خېل او د ملاكنډ په غرونو ولاړو ځنګلونو كښې اور په تندۍ سره خورېږي چې پكښې په لويه پېمانه ځنګلې ايره شوې دي۔ د ځنګلات محكمې وياند تر مخه د ليويز اهلكار ٬ د ريسكيو ډلې او ځايي خلق د اور په مړ كولو كښې بوخت دي۔ خو د سختو لارو د لاسه د رېسكيو ډلې د ستونزو سره مخ دي۔