پیښور ۔11 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت د بجټ خدوحال رامخې ته شوي ٬ د بجټ حجم به د 2000 اربه روپو نه زيات وي۔ د خزانې محكمې خېبر پښتونخوا تر مخه د 2025۔26 بجټ حجم به د 2000 اربه نه زيات وي۔ د صوبې په ټول پرمختيائي بجټ كښې 40 فيصد زياتوالے به راځي او 500 ته نزدې نوې پرمختيائي منصوبې به پېل كولې شي۔دې بجټ كښې به د سږ كال په نزد د 20 نه تر 22 فيصد نوي سكيمونه شامل وي۔ په صوبائي بجټ كښې به د نوو منصوبو وخت د دريو كالو نه لږ وي۔ د خزانې محكمې تر مخه په فنانس بل كښې به د ټوبېكو سيس كښې ١0 فيصد زياتواتلے تجويز كولې شي ٬ دغسې د هاوسنګ سوسايټو د انتقال فيس به د 20 فيصد نه 1 كولې شي ۔ ياد دې وي چې بجټ به په 13 جون وړاندې كولې شي۔