سېنېټ كښې د 21 پوهنتونونو سمر انټرن شپ پروګرام پيل كولو منظوری وركړې شوه

اسلام آباد 11 جون (اے پی پی) مقننه كښې د ځوانانو د ګډون اهمیت تسليمولو سره د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی سېنېټ كښې د 21 پوهنتونونو د زدكوونكو پشمول فاؤنډېشن آف ایډوانسمنټ آف سائنس اینډ ټیکنالوجی (فاسټ)، نېشنل یونیورسټی آف ماډرن لینګویجز (نمل) او نېشنل یونیورسټی آف سائنس اینډ ټیکنالوجی لپاره د سمر انټرن شپ پروګرام 2025 پيل كولو باضابطه منظوری وركړې د كومې اطلاق به چې 16 جون 2025 څخه 8 اوونيو لپاره وي۔دا پروګرام د سېنېټ آؤټ ریچ پروګرام برخه دے چې پكښې د سوشل سائنس او ټیکنالوجی نوي ګریجویټس د علم او تجربه زياتولو لپاره د سېنېټ آف پاکستان قانون سازي او انتظامی سیټ اپ كښې په خاص توګه د بجټ غونډي په مهال شامل کړے شوي۔ نومولے شوو زدكوونكو له به پاکستان انسټی ټیوټ آف پارلیمانی سروسز كښې د پاکستان آئین او سېنېټ آف پاکستان او د دې سیکرټریټ او قائمه کمېټیو كښې قانون سازۍ او انتظامی عمل په اړه پروګرام پېل څخه دوه ورځو وړاندې خبرتيا وركولې شي۔