هند د صدر ټرمپ د امن هڅو ته زيان رسول غواړي٬ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كېدې شي۔بلاول بهټو زرداري

لندن 11جون(اے پی پی) د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن او پخوانې خارجه وزير او د پاكستان سفارتي پلاوي مشر بلاول بهټو زرداري وئېلي دي هند د امريكې صدر ټرمپ امن هڅو ته زيان رسول غواړي٬امن لپاره هند د خبرو اترو ميز ته راوستل به د نړۍ په ګټه وي٬د كشمير مسئله٬ترهه ګري او د اوبو پشمول ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كېدې شي۔جنګ د كومې مسئلې حل نه دے٬پاك هند جنګ نه پس پاكستان تر ننه د جنګ بندۍ پاسداري كړی ده۔د شورو په ورځ پرېس كنفرنس ته خطاب كولو په مهال ده ووئيل د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ په ښكاره توګه او يو ځل بيا وئېلي دي چې په سيمه كښې امن ضرورې دے٬مونږ د صدر ټرمپ بيانونو هركلے كوو٬د هغه د امن هڅو لپاره وركړے شوو بيانونو ته هند زيان رسول غواړي٬ ده ووئېل مونږ ګڼو چې كه هند خبرو اترو نه كېنولې شي نو دا به د نړۍ په ګټه وي دغسې چې د منطقې هېوادونه د امن راوستلو نه پس ترقي وكړي او مخ په وړاندې لاړ شي۔ده ووئيل د صدر ټرمپ بيان څخه ښكاره شوې چې د كشمير مسئله د دواړو هېوادونو ترمينځه شخړه ده٬دا د كوم هېواد دننه معامله نه ده۔ده ووئيل مونږ برتانيه كښې د ټولو ګوندونو لارښودو سره ملاقاتونه كړي د هغوي وينا وه چې اوس د كشمير مسئلې حل لپاره خبره كول به ضروري وي۔پخواني خارجه وزير ووئيل د كشمير مسئله٬ترهه ګري او د اوبو پشمول ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كېدې شي ځكه چې جنګ د كومې مسئلې حل نه دے۔ده ووئيل د پاك هند جنګ نه پس پاكستان تر ننه د جنګ بندۍ پاسداري كړې٬ د هند د وړومبې ورځې څخه دريځ او بيانيه په دروغو اډانه ده۔د پي پي چيئرمېن ووئېل اوبه بندول دړكې وركول هم د ملګرو ملتونو چارټر خلاف ورزي ده٬اوسني جنګ نه معلومه شوې چې په پاكستان د دروغو تور لګولو باوجود پاكستان په هر ميدان كښې هند ته د ماتې وركولو صلاحيت لري٬د ګټې نه پس د وسله والو ځواكونو مشر جنرل سيد عاصم منير ته د فيلډ مارشل چوكۍ وركول د هغه د صلاحيتونو اعتراف دے۔بلاول بهټو زرداري ووئيل هند د سكهانو په ضد منظم كمپائن چلوي٬هند په پاكستان كښې هم د ترهه ګرۍ كاروائي كړې٬هند څخه غوښتنه كوو چې بهر هېوادونو كښې ترهه ګري ختمه كړي