
اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د ايف بي آر چيئرمېن راشد محمود لنګړيال وئيلي دي په درامدي سولر پېنل اتلس فيصده ټېكس به نافذ كولې شي ۔ د شورو په ورځ د پوسټ بجټ پرېس كنفرنس په مهال ده ووئيل په لوکل سولر 18 فيصد ټيكس ؤ او په امپورټ زيرو ټيكس ؤ ٬ نو لوکل سولر انډسټري د اړخه دا غوښتنه وه چې په امپورټ سولر هم يو ډول ټيكس نافذ کړئ دغسې چې فرق ختم شي۔ ده ووئيل چ دې لپاره مونږ په درامدي سولر پېنل اتلس فيصده ټېكس نافذ كړے دے